له هلمنده قهرمانانه تیښته

زخمي افغان

قهرماني تر قهرمانۍ فرق کوي، مطلب داچې په هر څه کې امکان لري یو څوک قهرماني د ځان کړي، هغه د ایراني رهبر خامنه یي اصطلاح خو به مو په یاد وي چې څو میاشتې ورباندې د فارسي طنز لیکوونکو ساعت تیر و، ایرانی انقلابي مشر چې له څلور لسیزې امریکا ضد شعار بازۍ وروسته تیر کال د سپیني ماڼۍ په وړاندې سلامي شو او د برجام په نوم تړون يې ورسره وکړ نو خپل دغه شاتګ یي نرمش قهرمانانه بللی و، دا نو داسې مثال لري لکه څوک چې د غیږبازۍ په لوبه کې سم په خرپ رانسکور شي او بیا خپل شکست افتیدن قهرمانانه وبولي او ځان د غیږبازۍ په مسابقه کې د پریوتلو قهرمان وګڼي . دغسې قهرمان ته ځیني خلک د پای لخوا اول نمره هم وایي.

چې کیسه رانه په بله نشي. خبره مې د هلمند کوله، له تیر پسرلۍ راهیسې چې طالبانو ددې ولایت نیولو ته مټې رابډوهلي نو که رښتیا ووایو پلان یي ډیر دقیق پر مخ ځي، باغران اوبغنی خو یي له پخوا په لاس کې و، په ورنږدې نوزاد او موسی کلا یي برید پیل کړ، د ولسوالیو مراکز یي ونیول او حکومتي قواوې یي په یوه یوه اطرافي قرارګاه کې محاصره کړل، ورپسې یي سنګین تصفیه کړ او د کجکي د بریښنا له تاسیساتو پرته یې له ټولې سیمې اربک مربک جارو کړل.

کوز پلو یي دیشو په واک کې درلود ورڅیرمه خانشین یي ونیو او ورپسې يي په مرکزي سیمو لکه ګرشک،باباجي،مارجه او نادعلي عملیات پیل کړل، مارجه او ګرشک یي هم تقریبا بشپړ تصفیه کړل،باباجي یي ونیوله او په نادعلي کې یي هم ډیرې سیمې ترلاسه کړي.

د طالبانو دې پرمختګونو داخلي عسکر او امریکایانو دواړه داسې وارخطا کړل ، چې حکومتي چارواکو خو له لشکرګاه کورنۍ وایستې او د شپه تېر لپاره یي شوراب ته تګ راتګ پیل کړ، د اشرف غني حکومت داسې سراسیمه شو چې جنرال کمبل ته یې د کابیني او امنیت شورا په غونډو کې د شرکت بلنه ورکړه، د همدې غونډو منډو په نتیجه کې حکومت او امریکایانو پلان جوړ کړ چې هلمند ته به پنځه سوه امریکایي تازه دم عسکر لیږي او یو پخوانی جګړه مار عبدالجبار قهرمان به د هلمند د جنګ قومندان ټاکي.

هلمند ته د امریکایي تازه دمو عسکرو د بیا ورتګ خبره خو ځینو تحلیل ګرانو د خندا وړ وبلله ځکه ددوی په باور امریکا چې په یولک او پنځوس زره عسکرو کوم څه ونه کړای شول نو په دې پنځه سوه عسکرو به کومه ورانه ودانه کړای شي !؟

مګر د جبار قهرمان قهرمانۍ ته ډیر خلک په انتظار و چې ته ودرېږه څه ډول خپله قهرماني نمایش ته وړاندې کوي.

دې ورځو کې د عبدالجبار قهرمان د قهرمانۍ څرکونه هم رابرسیره شوي دي،داسې معلومیږي لکه جنرال جبار چې غواړي خپله قهرماني د تيښتې او شاته تګ په فورم کې نندارې ته وړاندې کړي، آبله ورځ مې ټیلفون ته د طالبانو خبري مسیج راغی وایي د عبدالجبار قهرمان په قومنده حکومتي عسکرو د موسی کلا له یوازینۍ قرارګاه روشن ټاور څخه هم قهرمانانه تيښته وکړه، ورپسې وویل شول چې د ګرشک له ځینو پاته پوستو څخه هم د جبار ځواکونو قهرمانانه عقب نشیني کړې ده او همدا نن خبر وایي چې د نوزاد له یوازینۍ پاته حکومتي قرارګاه چې د جازي کاریز په سیمه کې په یوه دښتي سیمه کې پاته وه هم عسکرو قهرمانانه تيښته کړي خو د تیښته په لاره کې چې غوښتل یي تر شوراب پورې د منډې مسابقه وګټي هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شول او سرعت یي کم شو کله چې د واشیر مربوط د پشتۍ او فیض اباد په سیمو کې د ځایي طالبانو په کمین کې وختل، وایي له کمین سره عسکرو ډیر موټر ځای په ځای پرې ایښي او پیاده یي د شوراب پر خوا د قهرمانانه تیښته مزل بشپړ کړی دی.

له روان جریان څخه داسې معلومیږي لکه جبار قهرمان چې غواړي د تيښتې او سیمو د بایلات نړیوال ریکارډ جوړ او خپل نوم د تیښتې د قهرمان په نوم د ګینس په کتاب کې په زرینو تورو ثبت کړي. عبدالجبار ځکه ملامت نه دی چې د نوموړي مطلب قهرماني ګټل دي که د خرپ قهرماني یي د ځان نکړه نو د ترپ خو یي ده خپله .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button