الازهز پوهنتون په چين کې د مسلمانانو په روژه بنديز غندلی

جامعة-الازهر-بالبهنسا-

(عزم : يکشنبه، غبرګولي ۳۱ مه، ۱۳۹۴ل)

د مصر تاريخي او لوی اسلامي پوهنتون (الازهر) د چين له خوا د چين په سنګيانک ايالت کې په مسلمانانو  دروژې دبنديز لګول په سختو ټکو کې غندلي دي.
د چين په سنګيانګ ايالت کې په دولتي مامورينو،ملازمينو،زده کوونکو او ښوونکو په روژه کې د روژې په نيولو بنديز لګول شوی دی اوپه روژه کې  په دغه ایالت کې د خوړنځایونو او ارام ځايونو د پرانستو امر يې کړی دی.

Muslims eat meals as they break fast on the first day of the holy fasting month of Ramadan at the Niujie Mosque in Beijing, China, June 18, 2015. REUTERS/Kim Kyung-Hoon TPX IMAGES OF THE DAY
چينايي مسلمانان د يوه روژه ماتي پرمهال

په قاهره کې د الازهر پوهنتون تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره  د الازهر پوهنتون ريس (احمد الطيب) د چيني چارواکو دغه اقدام غندلی دی او ويلي دي چې د الازهر پوهنتون دغه راز جبر او ظلم په کلکه غندي او دا دمذهبي حقوقو او شخصي ازادۍ پرضد اقدام بولي. ښاغلي طيب په ملګرو ملتونو،د انساني حقوقو په ټولنه او ادارو غږ کړی چې د چين  دولت ددغه اقدام څخه واړوی او مسلمانان پريږدي چې په رمضان المبارک کې خپل عبادات وکړي.

د چين نظام چې په کمونيستې مفکورې او بې دينۍ ولاړ نظام دی.

د چين په سينګيانګ ايالت کې له تېرو څو کالونو راهيسې په مسلمانانو ډول ډول بنديزونو لګول او مشکلاتو را پيداکول هغه څه دي چې په دغې سيمې کې يې مسلمانان له ستونزو سره مخ کړي.

دشننونکو په اند که د چين دولتي چارواکي ددغې ستونزې د حل لارې چارې ونه لټوي نو شونې ده چې په دغه سيمه کې مذهبي او نژادي اختلاف لا زور واخلي.

تر دې مخکې هم د سينګيانک ايالت د بغور مسلمانانو او هيچين قوم تر منځ په اختلافاتو کې په سلګونو تنه وژل شوي دي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button