دکندز والي: د ولايتي شورا رئیس ۶ ميليونه افغانۍ تالاترغه کړي

safi-26-may-2015

کندز(عزم: چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ۹۴)د کندز والي محمد عمر صافی وايي چې د کندز د ولایتي شورا رییس  په طبیعي پېښو کې د زیانمن شویو کسانو  سره  د مرسته شویو پيسو څخه ۶ میلیونه افغانۍ لګولي دي، خو په اړه يې ولايتي ادارې ته هېڅ ثبوت نه ورکوي.

محمد عمر صافي وويل : ” د ولایتي شورا رییس د تېرو  دريو میاشتو په موده کې ۶ میلیونه افغانۍ په بېلابېلو نومونو له پېښو څخه ایستلي او تالاترغه  کړي يې دي؛ هېڅ رپوټ هم شتون نه‎لري چې دغه پیسې چېرته  او څنګه لګول شوي دي”.

والي زياته کړه چې مونږ له دوی څخه د پېسو د لګولو ثبوت غواړو خو هغوی دې ته نه حاضريږي ترڅو د لګول شويو پيسو رپوټ ولايتي ادارې ته  ورکړي.
خو د کندز د ولایتي شورا رییس دغه تورونه ردوي او دغه تورونه د ځان په اړه يوه دسيسه بولي.

د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وويل چې د کندز والي تل د ولایتي شورا پر وکیلانو درواغجنې ادعاوې لرلې دي؛ موږ د خلکو استازي يو د ولایت د کړنو څارونکي یو، والي کمزوری مدیریت لري او له هغې مودې څخه چې په دغه ولایت کې ګومارل شوی دی؛ امنيتي وضعه ورځ تربلې کړکېچنه کيږي”.

د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ ځينو کسانو لاريون وکړ او د کندوز والي يې د کندز د وروستيو ناامنيو له امله وغنده او د طالبانو له خوا د چهاردرې او دشت ارچي ولسواليو په نيولو يې  پر بې کفايتۍ تورن کړ او د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه.

د کندوز والي وويل چې په دغه ولايت کې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې ستونزه شته، په داسې حال کې چې مافيايي کړۍ او غير قانوني وسله والې ډلې غواړي چې ملت او نظام ته زيان ورسوي.

خو د کندوز ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي دکندوز د والي دغه داعا د ځان په اړه  يوه توطيه بولي او وايي که والي په دې اړه اسناد او مدارک لري او وړاندې يې کړي، نو دى تيار دی چې حساب ورکړي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button