کندز کې ترافیکي پېښې د عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ ۴ غړي وژلي

عزم : (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): کندز کې د یوې ترافیکي پېښه له امله د عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ ۴ غړي مړه شوي.
پېښه تېره شپه د امام صاحب په دشت ابدان سیمه کې رامنځته شوې چې ورکې ۷ تنه ټپيان شوي دي.
د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال امان الله قریشي ویلي، یو باروړونکی موټر د عبدالروف اهراهیمي د کورنۍ له موټر سره جنګېدلی.
پېښه کې د ۲ تنو ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی.
امان الله قریشي وایي ، د باروړونکي موټر چلوونکی ګرم بلل شوی چې د پولیسو له لوري نیول شوی.
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button